۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

ارغندۍ کې د سیاسي ډلې تر چتر لاندې د باج اخیستونکو ستونزه به ژر حل کړو

سی شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ارغندۍ او کمپنۍ په سیمو کې د هغه باج اخیستونکو په وړاندې به ژر اقدامات وشي، چې د یوې سیاسي ډلې تر چتر لاندې له خلکو باج اخلي.
ارغندۍ کې د سیاسي ډلې تر چتر لاندې د باج اخیستونکو ستونزه به ژر حل کړو
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ارغندۍ او کمپنۍ په سیمو کې د هغه باج اخیستونکو په وړاندې به ژر اقدامات وشي، چې د یوې سیاسي ډلې تر چتر لاندې له خلکو باج اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته کړې، خو دا یې نه دي ویلي، چې په دغه سیمه کې باج اخیستونکي په کومه سیاسي ډله پورې تړاو لري.

ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د نن غونډې ته د اوسپنې ویلو کولو شرکتونو له ټولنې دوه تنو ښاغلي وردګ او عبدالنصري هم ځانګړي مېلمانه و.

د نوموړي په وینا دغه ځانګړو مېلمنو شکایت درلود، چې د ارغندۍ په څلور لاري او کمپنۍ سیمه کې وسله وال کسان چې ځان په یوه جرمي سیاسي بانډ پورې تړلي بولي له دوی باج اخلي.

ده ویلي» دغه جرم پېشه بانډ چې په یوه سیاسي ډلې پورې ځان تړي او په همدې پلمه باج اخلي ځان پېژني، ما یادې ټولنې ته ډاد ورکړ، چې په یوه اوونۍ کې به یې ستونزې حل کړم.»

ښاغلي صالح زیاتوي، چې دویمه ستونزه دا وه، چې د کندهار چارواکو د کابل د حکم خلاف تر اوسه له افغانستان څخه پاکستان ته د وسپنې قاچاق ته اجازه ورکړي، په داسې حال کې، چې د هېواد دننه د اوسپنې د ویلي کېدو ۵۰ فابریکې شتون لري او پنځه سوه میلیون ډالره پانګونه پرې شوې ده.

دی وايي، درېیم مشکل په هرات کې د اوسپنې ویلو کېدو د ټولنې دی نو ځکه د دغه ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ته امر کېږي، چې له خنډ جوړولو او کار شکنۍ لاس واخلي او پرېږدي، چې په هېواد کې د اوسپنې د ویلي کېدو صنعت وده وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، نورې پاتې ستونزې چې یادونه ترې وشوه د پولیسو په بد چلند پورې تړلې وې، چې به یوه اوونۍ کې به رسیدګي وروته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي