سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ ولسوال محمد ظاهر حقیار په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه ماښام مهال د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د اولې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند والي عبدالنبي الهام تاییدو، چې د واشېر ولسوالۍ پر ولسوال محمد ظاهر حقیار وسله وال برید شوی او په کې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه وسله وال برید کې د ولسوال دوه ساتونکي هم ټپیان شوي، خو ځینې امنیتي سرچینې وايي، هغوی هم وژل شوی دی.
د هلمند والي اړوند ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې اصلي عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یوه زیات شمېر ولایتونو کې هدفي وژنې او غلچکي بریدونه زیات شوي دي.
جمهور خبري آژانس:هلمند