۰

پاکستان ته د زده کړو لپاره تلونکي یو شمېر ماشومان راګرځول شوي

دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، کابل پولیسو یو شمېر هغه ماشومان او نوي ځوانان چې په طالباني مدرسو کې د زده کړو لپاره پاکستان ته تلل نیول شوي او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
پاکستان ته د زده کړو لپاره تلونکي یو شمېر ماشومان راګرځول شوي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، کابل پولیسو یو شمېر هغه ماشومان او نوي ځوانان چې په طالباني مدرسو کې د زده کړو لپاره پاکستان ته تلل نیول شوي او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د بخر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه د شپږنیمو غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه پېښې ده ته ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونه وریاد کړل.

دی وايي، هغه مهال به هم هره اوونۍ سلګونه افغان ماشومان په قصدي ډول د دیني زده کړو لپاره چې لیلیه او پوښاک خدمات یې هم لرل پاکستان ته لېږدول کېدل.

نوموړي ویلي، کله چې دی هغه مهال د ملي امنیت رییس و، څو ځلې یې د لېږد دغه لړۍ درولې او یاده موضوع یې په کابینه کې یاده کړې، چې څه ډول چلند ورسره کېږي.

خو زیاتوي، په خواشنۍ سره د هغه مهال دولت د دغه ماشومانو لېږد او تګ ته اجازه وکړه او دغه ماشومان یې د مور او پلار له شتون پرته پاکستان ته ولاړل.

د صالح په وینا هغه مهال ویل کېدل، چې د ماشومانو تربیت د هغوی په کورنیو پورې اړه لري نه په دولت پورې او دا ډېری ماشومان له غریبو کورنیو څخه وو.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، اوس چې دی کله د یو شمېر ترهګرو او طالب قوماندانو سوانح ګوري او لولي یې همغه کسان دي، چې ۱۵ – ۱۶ کاله واړندې په کراچۍ او یا هم د پاکستان په نورو ښارونو کې طالباني او ترهګریزې زده کړې لیدلې دي.

دی وايي، که څه هم اوس موږ د تېرو کلونو قیمت او بیه پرې کو، خو په وینا یې اوس هم ناوخته نه دی او د دغه کار باید مخه ونیول شي.

ښاغلي صالح ویلي، دی هڅه کوي، چې له هېواده بهر طالباني مرکزونو ته د غریبو کورنیو د ماشومانو د مخنیوي لپاره یو کار وکړي او په وینا یې مهم کار به دا وي، چې د مخنیوي لپاره یې یو حقوني او قانوني چوکاټ رامنځ ته کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي