۰

صالح پر ښځینه قاضیانو برید ته په غبرګون کې: نیول شوي طالبان باید اعدام کړل شي

دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۵
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، د طالبانو نیول شوي غړي باید اعدام کړل شي.
صالح پر ښځینه قاضیانو برید ته په غبرګون کې: نیول شوي طالبان باید اعدام کړل شي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، د طالبانو نیول شوي غړي باید اعدام کړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ۵۳ کلنه قاضي قدسیه او ۳۴ کلنه قاصي ذکیه د سترې محکمې د سوداګریز دیوان غړې پرون په داسې حال کې، چې دندې ته روانې وې، د تومانچې په ډزو وژل شوې دي.

ښاغلی صالح وايي، د هدفي وژنو او ترور د زیاتېدو یو لامل دا دی، چې د طالبانو نیول شوي غړي فکر کوي، چې په هر صورت کې دوی ته عفوه کېږي او خلاصېږي.

نوموړي زیاه کړې« په لویو ښارونو کې د ترور د زیاتوالي محوري دلیل دا دی، چې طالب بندیان فکر کوي، په هر صورت دوی ته عفوه کېږي او د خپلو اعمال سزا نه ورکول کېږي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ټینګار کړي، چې د دغه ستونزې یو له اساسي حل لارو د یو شمېر نیول شوي کسان اعدامول دي.

ښاغلي صالح ویلي«دغه نیول شوي باید اعدام شي، چې نورو ته د عبرت درس شي.»

ده یو ځل بیا ویلي، چې په تېرو ۸۰ ورځو کې چې کوم موضوعات دی په جزیاتو تعقبوي معلومېږي، چې پولیس او ملي امنیت د پام وړ لاس ته راوړڼې لري او نیول شوي کسان هم لکه بلل اعتراف کوي، خو باور یې پر دې دی، چې یوه ورځ به له سزا پرته خوشي شي.

ښاغلي صالح زیاته کړې« دغه معضله باید حل شي او یو اساسي ټکي په کې دا دی، چې زه به د قانون د حاکمیت د عالي شورا په غونډه کې دا خبر مطرح کړم، چې نیول شوي ترهګر باید اعدام کړل شي.»

د یادونې ده، چې پرون د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې دوه موټر سایکل سپرو د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو په موټر برید وکړ.

د کابل پولیس وايي، په دغه برید کې دوه قضیانې وژل شوې، موتر چلوونکی او یوه بله ښځه ټپیانې شوې دي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، طالبانو په کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت او کابل کې د امریکا سفارت دا د طالبانو کار بللی دی.

دا برید په کور د ننه او بهر کې غندل شوی دي، افغان ولسمشر دا کار د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف عمل بللی او کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر بیا طالبانو ته ویلي، چې دغه ډول بریدونه نړیوال راپاروي او باید ودرول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي