۰

د سولې مرکچي پلاویو پرون بیا ناسته کړې ده

دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
تر یو څو ورځو ځنډ وروسته د سولې لپاره د افغان دولت او طالبانو مرکچي ټیمونو د یو شمېر غړو تر منځ بیا ناسته شوې ده.
د سولې مرکچي پلاویو پرون بیا ناسته کړې ده
تر یو څو ورځو ځنډ وروسته د سولې لپاره د افغان دولت او طالبانو مرکچي ټیمونو د یو شمېر غړو تر منځ بیا ناسته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته پرون یکشنبې د مرغومي ۲۸ مه ماښام شوې، چې په کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي او طالبانو د سیاسي ډلې مشرانو او یو شمېر غړو په کې ګډون درلود.

په دغه ناسته کې د دواړو لورو تر منځ د اجنډا پر مسایلو خبرې اترې شوې دي خو جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.

دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«‏نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اجندا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې.»

لا مالومه نه ده، چې د اجنډا پر کومو مسایلو بحث شوی، خو له دې وړاندې ویل کیدل، چې په اجنډا کې داسې برخې هم شته، چې دواړه خواوې یې د ځان لپاره سرې کرښې ګڼي.

د مالوماتو له مخې، چې د افغان لوري لپاره لومړۍ غوښتنه اوربند او د طالب لوري لومړی بحث بیا په افغانستان کې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي دی.

دا ناسته پر داسې مهال کېږي، چې د افغان دولت مرکچي پلاوی ویلي، د روانې اوونۍ تر پای پورې به له طالب پلاوی سره د سولې په تړاو جدي بحثونه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي