۰
د افغان دولت د مرکچي ټیم مشر:

د روانې اوونۍ تر پایه به له طالب پلاوي سره جدي بحثونه پیل شي

دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوی مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، د روانې اوونۍ تر پای پورې به له طالب پلاوي سره د سولې جدي بحثونه پیل شي.
د روانې اوونۍ تر پایه به له طالب پلاوي سره جدي بحثونه پیل شي
د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوی مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، د روانې اوونۍ تر پای پورې به له طالب پلاوي سره د سولې جدي بحثونه پیل شي.ګ

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې د سولې په تړاو د ملي اجماع پیاوړي کولو په خاطر د افغان حکومت له لوري په جوړ شوي ویډیويي کنفران کې کړې دي.

د سولې په اړه دغه ویډیويي کنفرانس د بهرنیو چارو وزارت، سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري پرون یکشنبې د مرغومي ۲۸ مه په لار اچول شوی وو.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې ډاکتر عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادات منصور نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب، د افغان دولت د مرکچي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي، د چین، اروپايي ټولنې، ناټو، برېتانیا، امریکا، ترکیې، هند، یونا، فرانسې، ناروې، قطر، ایټالیا، اندونیزیا او اسلامي همکاریو سازمان، استازو او سفیرانو هم ګډون درلود او خبرې یې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د افغان دولت د مرکچي ټیمو مشر ستانکزي و ویل، چې دوی به د اونۍ تر پای پورې له طالب لوري سره د سولې جدي بحثونه پیل کړي.

د هغه په وینا چې اجنډا ټاکل شوې او ډېر ژر به اجنډا کې پر هغه موضوعاتو چې توافق پرې شوی دی، جدي بحثونه پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر نادري هم و ویل، چې دغه کنفرانس د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د سولې په اړه د نظریاتو د تبادلې په موخه جوړ شوی او ډېر ژر به دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د ټیمونو تر منځ د سولې جدي بحثونه پیل شي.

دغه کنفرانس کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله و ویل، چې افغان پلاوی د یوې روښانه کړنلارې په لرلو سره دوحې ته پر وخت دی او چمتو دی، چې له مقابل لوري سره په صلاحیت او قاطعیت د سولې په تړاو خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا زیاته کړې، چې د افغان پلاوي د خبرو لومړیتوب د تاوتریخوالي کمول او جامع اوربندی دی.

عبدالله د نړیوالې ټولنې څخه په مننې ویلي، چې د افغان سولې په اړه ملي او سیمه ییزه اجماع اړینه ده او افغان حکومت په دې برخه کې تر خپله وسه هڅې کوي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې د پورته یادو شویو هېوادونو او ټولنو استازو په یوه خوله د افغان سولې ملاتړ وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه یو ځل بیا تازه کړه.

دوی په افغانستان کې وروستۍ تاوتریخوالی او په ځانګړي ډول هدفي وژنې په کلکه وغندلې او ژر تر ژره یې د دغه غمیزو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
 
 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي