۰

ننګرهار: مقناطسي ماین نښلونکی او د هدفي وژنو طراح نیول شوي دي

یکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۲
ننګرهار: مقناطسي ماین نښلونکی او د هدفي وژنو طراح نیول شوي دي
د ننګرهار والي وايي، ملي امنیت ځواکونو د طالبانو هغه غړی، چې د بې وزلۍ په جامو کې یې غوښتل په یوه په نښه شوي موټر پسې ماین ونښلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي ضیاالحق امرخېل نن یکشنبې د مرغومي ۲۸ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې نیول شوی کس حیات الله نومېږي او د طالبانو د ډلې غړی دی.

ښاغلي امرخېل زیاته کړې«د بې وزلۍ په لباس کې د حیات الله په نوم د وسله والو طالبانو غړی، چې ظاهرآ د اشټرینګي ریکشا چلوونکی دی، د ملي امنیت ځواکونو د جلال آباد ښار د ۶ مې ناحیې اړوند سمیه کې په داسې حال کې ونیول شو، چې یې مقناطسي ماین په کوم هدف شوي موټر پسې د نښلولو په ترڅ کې خپل جنایت تر سره کړي.»

په ورته وخت د ننګرهار د ملي امنیت ریاست وايي، جلال آباد ښار کې یې د طالبانو یو غړی نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې نیول شوی کس اعتبارګل نومېږي او د هدفي وژنو طراح دی، چې د ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي