۰

د مالیې وزارت د بشري منابع رییس نیول شوی دی

یکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
لوی څارنوالي تاییدوي، چې د مالیې وزارت د بشري منابع رییس محمد غلام ملاخېل له خپل صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په تور نیول شوی دی.
د مالیې وزارت د بشري منابع رییس نیول شوی دی
لوی څارنوالي تاییدوي، چې د مالیې وزارت د بشري منابع رییس محمد غلام ملاخېل له خپل صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په تور نیول شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي، جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې محمد غلام ملاخېل د جمهوري ریاست د حکم څخه د سرغړونې په تور نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې مالیې وزارت د بشري منابع رییس پرون شنبې د مرغومي ۲۷ مه د لویې څارنوالۍ او پولیسو په همغږۍ په کابل کې نیول شوی دی.

د جمشید په وینا چې نوموړی دا مهال تر نظارت لاندې دی او پر هغه وارد شوی تور ارزول کېږي او په اړه یې پلټنې کېږي.

ویل کېږي، چې محمد غلام ملاخېل د مالیې د وزیر عبدالهادي ارغندیوال له خپلوانو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څه موده وړاندې دوه ځلې خبر ورکړی و، چې د مالیې وزارت ځینې چارواکي په ځینو کارونو په ځانګړي ډول بې اسنادو موټرو ته د ګمرکي اسنادو په ورکړه کې سرغړونه کوي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي