د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د کابل ښار شاوخوا پوستې ټولې افغان پوځیانو ته سپارل شوې شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه په خپله فسپوک پاڼه لیکلي، چې د پوستو د تحویل په خاطر له ملي دفاع وزرات څخه مننه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له دغه کار څخه یې هدف دا دی، چې کم تر کمه د کابل پولیس خپلو اصلي دندو ته چې د قانون پلي کول دي، راوګرځول شي.
بل خوا ښاغلي صالح ویلي، ټاکل شوې تر لسو ورځو پورې په ولسوالیو کې له وسله والو کسانو سره د چلند په اړه پالیسي جوړه شي.
دی وایي، چې په ولسوالیو کې ځینې بانفوذه کسان د دوی ځای ځایګي او منصب ته په کتو له ځان سره وسله لېږدوي، نو ځکه د دې لپاره باید یوه کړنلاره شتون ولري او جوړه شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، چې په خواشنۍ سره ځینې متکرر مجرمین چې د ښار ځینې برخې یې بیا ناامنه کړې دي، هغه کسان دي، چې د کرونا له امله ورته بښه شوې وه.
ښاغلي صالح ویلي، دی له دغه عفوې پښېمانه دی، ځکه په وینا یې هغه مهال وېره دا وه، چې د کرونا له امله په زندانونو کې ډلیز مرګونه رامنځ ته نه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل