۰
امرالله صالح:

څو تنه سرغړونکي پولیس نیول شوي او د تل لپاره له نظام څخه وایستل شول

یکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې څو تنه پولیس چې له قانون څخه یې سرغړونه کوله نیول شوي او لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
څو تنه سرغړونکي پولیس نیول شوي او د تل لپاره له نظام څخه وایستل شول
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې څو تنه پولیس چې له قانون څخه یې سرغړونه کوله نیول شوي او لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه پولیسو بې پلېټه موټر خوشي کړي دي، چې دا له قانون او امر څخه ښکاره سرغړونه ده او ونیول شول.

هغه زیاته کړې«څو تنه پولیس منسوبینو له خبرتیا او د مشرانو له امر پرته یو شمېر بې پلېټه موټر خوشي کړي و، نو ځکه ونیول شول او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړي، چې دغه پولیس منسوبین به تر خوشي کېدو وروسته د تل لپاره خپلې دندې له لاسه ورکړي او هېڅ وخت به بیا په نظام کې ځای ونه لري.

په ورته وخت کې ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي بې پلېټه او غیر قانوني موټر هم مصادره شوی دی.

ښاغلي صالح ټینګار کړې، چې د پولیسو او ملي امنیت ټیټ پاړيکي لپاره پر نفس باور او کاري مصونیت د شپږنیمو د غونډې یو له مدیرتي اهدافو څخه دی.

نوموړي ویلي، دا چې په په تېر کې پلټنې او د یوې موضوع تعقیب کم او کومه مشخصه کړنلاره ورته موجوده نه وه، نو ځکه ځینې په خپل سر کارونه حاکم و، خو د شپږنیمو د غونډې له پیل وروسته داسې نه ده، بلکې له اړونده مسوولینو د کار په اړه پوښتنې کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې په ټولنه کې د جرایمو صفر ته راښکته کول غیر ممکن کار دی، خو بیا هم ستونزو ته د رسېدګۍ او حل په برخه کې پاملرنه زیاته شوې او درې برابره د ستونزو حل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي