ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د وسله والو طالبان د بریدونو په شاه تمبولو او په کې د ۳۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون په شاولي کوټ او ژېړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو د برید پلان درلود.
خو په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي، طالبان په نښه کړي، چې ۳۰ تنه یې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د طالبانو درې خځې، یوه اندازه درنه او سپکې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو څلور میاشتو کې په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل