۰
د بلخ امنیتی چارواکو ته د ولسمشر غني ګواښ:

که تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي ټول له دندو لرې کوم

یکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۸
ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په دغه ولایت کې تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي، دوی ټول به له دندو لرې کړي.
که تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي ټول له دندو لرې کوم
ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په دغه ولایت کې تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي، دوی ټول به له دندو لرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره تېره شپه څه باندې ۹ بجې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پر خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

نوموړي د ښاغلي غني له قوله ویلي« که بلخ کې اختطاف سوی ماشوم ازاد نه شي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لرې کوم.»

د یادونې ده، چې نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم په مزارشریف ښار کې هغه مهال د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې ښوونځي ته په لاره و.

بلخوا د بلخ امنیه قومندانۍ ویلي چې د یاد ماشوم د خوشې کېدو په خاطر یې څو ځلې عملیات کړي، خو بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د ملي امنیت ادارې او د بلخ د پولیسو په وینا چې پینځه تنه یې د دغه ماشوم د برمته کولو په تور نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي