۰

کاپيسا کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی دی

یکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کاپیسا ولایت کې یو کس خپل ورو له لفظي شخړې وروسته په ډزو وژلی دی.
کاپيسا کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کاپیسا ولایت کې یو کس خپل ورو له لفظي شخړې وروسته په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومي۲۷ مه د کاپيسا ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ په رازي خېلو خم زرګر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کاپيسا د پولیسو ویاند شایق شورش وايي، دوه وروڼو لفظي شخړې کړې او تر هغې وروسته یوه دا بل وژلی دی.

د هغه په وینا وژل شوی کس ۳۰ کاله عمر او قاتل هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي په سرپل ولایت کې هم یو کس خپله ورېندار وژلې او ورور یې ټپي کړی دی.

د دغه پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي