سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو پر مهال د درې ولسي وګړو په ګډون ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون شنبې د مرغومي ۲۷ مه ماسپښین مهال په جلال آباد او مهترلام ښارونو کې رامنځ ته شوې دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
په ورته وخت د لغمان مرکز مهترلام کې بیا د پولیسو د ریزرف قطعې په رنجر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دوه پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي، په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل