۰

د کورنیو چارو وزارت: لوګر کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي

شنبی ۲۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د ځانګړو پولیس ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت: لوګر کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي
کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د ځانګړو پولیس ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د مرغومي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې شپني عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو د ټپیانو شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

دغه راز وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې په تېرو دوه ورځو کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو درې لویې پوستې، څو پټنځایونه او پنځه زېرزمیني لارې هم له منځه وړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیاتو کې ۵۳ کړۍ بېلا بېل ماینونه د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړی شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، له هغې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، ورسره سم په هېواد کې جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي