د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته غواړي په زور ځان واک ته ورسوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب زیاته کړې، چې طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته شېبې شمالي.
ښاغلي محب ویلي«موږ روان حالات څارو، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې د چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موقع په لاس ورشي.»
خو په وینا یې د طالبانو دا فکر ناسم او غیر ممکن دی، ځکه که د سولې خبرې ناکامې شي افغان دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.
نوموړي ټینګار کړي، چې افغان ولس او دولت له ټولو ستونزو سره سره د نظام د تقویت لپاره کار کوي او پرې به نږدي، چې افغان ولس او افغانستان یو ځل بیا د پخوانیو کلونو تاریخ او بې نظمۍ تکرار او تجربه کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، امریکا طالبانو ته په امتیاز ورکولو کې تېروتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې د روانې مرغومي له ۱۷ مې راهیسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې، خو له لومړي ناستې وروسته دا خبرې یو ځل بیا ځنډېلې دي.
د خبرو د ځنډ په اړه ویل کېږي دواړه لوري دې ته منتظر دي، چې د افغانستان او افغان سولې په اړه د امریکا د نوي مننخب ولسمشر جوبایډن دریځ او پالیسي معلومه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل