په کندوز ولایت کې د زهره په نوم یوې سیمه ییزې رادیو باندې ځايي اوسېدونکو برید کړی او وسایل یې ورمات کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون جمعه د مرغومي ۲۶ مه د جمعې لمانځه پرمهال د یوه جومات لمونځ کوونکو کړی دی.
د یادې راډیو مسوول محسن احمدي وايي، د مسجد امام هغه مهال لمونځ کوونکو ته د برید امر کړی کله چې د لمانځه پرمهال د مسجد له لاوډسپیکر نه د امواجو د ټکر له امله د سندرو غږ نشر شوی دی.
د هغه په وینا لمونځ کوونکو د راډیو ټول وسایل ورمات کړي او دوی له حکومتي چارواکو غواړي، چې د پېښې عاملین ونسي او پوښتنه ترې وکړي.
د دغه جومات ملا امام هم ویلي، چې د خطبې پرمهال د راډیو فریکونسۍ د جومات له فریکونسیو سره یو ځای کېدلی او موسیقي پکې مکس کېدله.
په ورته وخت نی یا له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوولانو ویلي، د کندوز ځینو اوسېدونکو پر زهره، چراغ او کیهان راډیوګانو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي.
د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر وایي،د یوه مسجد لمونځ کوونکو وروسته له هغې چې د یوې راډیو نشرات د مسجد له امواجو سره ټکر وکړ او سندره پکې نشر شوې، او له همدې امله یې دا برید کړی دی.
د خلوتګر په وینا بریدکوونکو د یادو رسنیو کارکوونکو ته زیان نه دی رسولی خو وسایل یې له منځه وړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل