۰

د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر قاتلین نیول شوي دي

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیسو کابل کې د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر ذبیح الله د قتل له بانډ څخه دوه تنه نیولي دي.
د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر قاتلین نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیسو کابل کې د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر ذبیح الله د قتل له بانډ څخه دوه تنه نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح ویلي، دغه دوه قاتلین د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د همدې حوزې د پولیسو له خوا نیول شوي، چې دی مننه ترې کوي.

ښاغلي صالح ویل نیول شوي کسان یو ذبیح الله مشهور په بنګي او بل بسم الله د رحمت الله زوی دي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د ځانګړو ځواکونو یو افسر شهید کړی و.

داسې ښکاري چې نیول شویو کسانو له پولیسو سره لنډ نښته او یا هم د تېرې هڅه کړي و، ځکه ښاغلی صالح وايي، یو قاتل ټپي دی.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال تر اوسه د افسر د قتل لامل نه دی معلوم خو په وینا یې څېړنې روانې دي او هغه کېږي دوه نور فراري قاتلین هم ونیول شي.

دغه راز ښاغلي صالح په خپلو خبرو کې له ملي امنیت ځواکونو هم مننه کړې، چې کابل کې یو مقناطسي ماین نښلوونکی نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي