۰
  سکاټ مېلر:

د طالبانو د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له ځنډ و خنډ سره مخ کړی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.
د طالبانو د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له ځنډ و خنډ سره مخ کړی
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر ویلي، په داسې حال کې، چې دوحه کې د سولې بین الافغانی خبرې روانې دي، د تاوتریخوالي ډېروالی د هېچا په ګته نه دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې اورکم او اوربند د افغانانو د راتلونکې لپاره مهم دي او دواړو لورو ته په کار ده چې جګړې ودروي.

دغه امریکايي جنرال زیاته کړې، دا چې بین الافغاني خبرې روانې دي او ټول اړخونه په دې باور دي چې باید دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي خو طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

جنرال مېلر وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالی زیاتېدا دغه خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دغه امریکايي قوماندان یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان ځواکونو او افغان دفاعي او امنیتي بنسټونو به یې ملاتړ دوامداره وي.

جنرال مېلر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغانی خبرې یو ځل بیا ځنډېدلې دي.

ځینې سرچینې وايي، دواړه لوري خپل منځي خبرو کې بوخت دي او تر یوه ځنډه وروسته به بېرته سره جرګه شي، خو ځینې بیا وایي، هر څه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو پورې ځنډېدلې دي.

په کابل کې یوې ډيپلوماتیکې سرچینې روېټرز ته ویلي، فکر نه ‌کوي چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې د پام وړ کوم پرمختګ وشي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم د نوم نه ‌ښودو په شرط دغه اژانس ته ویلي، دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.

د هغه په وینا که چېرته امریکایان له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په برخه کې په خپلو ژمنو ونه‌درېږي، دوی به جدي اقدامات وکړي او د جګړې په کلیدي ځایونو کې به بېرته سخت‌دریځي ځای پر ځای کړي.

د یادونې ده، چې بایډن یوه اوونۍ وروسته یعنې راتلونکې چهارشنبه د لوړې مراسم ترسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي