۰

د پاکستان لاس موترو پېر او پلور بند او ۳۹ شمېره پلېټ حذف شو

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، سر له راتلونکې یکشنبې به د ترافیکو ریاست له خوا چپ لاسو یا غلط لاس موټرو ته د امنیتي اسنادو ورکړه پیل شي.
د پاکستان لاس موترو پېر او پلور بند او  ۳۹ شمېره پلېټ حذف شو
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، سر له راتلونکې یکشنبې به د ترافیکو ریاست له خوا چپ لاسو یا غلط لاس موټرو ته د امنیتي اسنادو ورکړه پیل شي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د مرغومي ۲۵ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه کار به غلط یا پاکستان لاس موتر ته د تګ راتګ شرایط سخت کړي.

د هغه په وینا د شرایطو سختوالی به دا وي، چې دغه ډول موټرو ته څوک رنګ نه شي ورکولی، نه یې څوک پلورلی شي او نه یې څوک اخیستلی شي.

دغه راز ښاغلي صالح زیاته کړې، چې دا ډول موټر خاوندان به په لومړي کال کې لس زره، په دویم کې ۲۰ زره او په درېیم کې ۳۰ زره افغانۍ د تګ راتګ په خاطر دولت ته ورکوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی، چې هر هغه څوک چې دا شرایط مراعات نه کړي موټر یې مصادره کېږي نو ځکه موضوع باید جدي ونیسي.
 
بل خوا ښاغلي صالح زیاته کړې، چې له ترافیکو ریاست څخه ۳۹ شمېره حذف شوې ځکه ډېری کسانو له دغه شمېره پلېټ اخیستلو ډډه کولو او له دې شمېر د پلېټ اوښتو په خاطر یې ان تر ۳۰۰ ډالره رشوت ورکولو.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دوی دا ثبوت نه لري، چې رشوت ورکول کېږي خو په وینا یې دا یوه واقعي ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړې، د دې لپاره چې ۳۹ شمېر د ځینو مخلو او کار ماتونکو کسانو لپاره په لنګه غوا اوښتې، نو ځکه د ترافیکو ریاست ته لار ښونه شوې، چې د ۳۹ شمېره پلېټ په ټول هېواد کې د تل لپاره حذف کړي.
 
ښاغلي صالح ویلي، ډېر ژر به دغه موضوع له ولسمشرۍ مقام سره شریکه کړي او سر له شنبې نباید څوک د ۳۹ شمېرې له امله سرګردانه او یوا هم رشوت ورکولو ته اړ شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی، چې دا خبرداری جدي دي، باید جدي ونیول شي او اجرات وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي