۰

د هند د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر غني سره لیدلي دي

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني او خپل افغان سیال حمدالله محب سره یې لیدلي دي.
د هند د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر غني سره لیدلي دي
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني او خپل افغان سیال حمدالله محب سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی دوفل پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۴ مه کابل ته راغلی او له ښاغلي غني او محب سره یې د سولې د پروسې او له تروریزم سره د مبارزې په برخو کې پر همکاریو خبرې وکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ښاغلي دوفل له ولسمشر غني سره په کتنه کې د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکارۍ پر زیاتېدو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې د هیوادونو د موافقې په ترلاسه کولو کې د هلوځلو پر ډېرېدو خبرې وکړې.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ثبات او امنیت کلکې ستنې دي او د سیمه ییز او نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.

ښاغلي غني زیاته کړې، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډو هڅو له لارې کولی شي له ترورېزم سره په مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي