۰

د امریکا د استازو جرګې ولسمشر ټرمپ استیضاح کړ

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۹
د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کانګرېس ودانۍ د هغه د پلویانو او لاریون والو د یرغل هڅونې په تور استیضاح کړ.
د امریکا د استازو جرګې ولسمشر ټرمپ استیضاح کړ
د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کانګرېس ودانۍ د هغه د پلویانو او لاریون والو د یرغل هڅونې په تور استیضاح کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د استازو جرګې اکثریت غړو ویلي، ټرمپ د بلوا د تحریک او پر کانګرس ودانۍ لاریون وال مرګوني یرغل ته هڅولي دي.

د استازو جرګې د ټرمپ د استیضاح لپاره رای اچونه کړې، چې ۲۳۲ استازو مثبته رایه او ۱۹۷ استازو مخالفه رایه ورکړې ده.

د یادونې ده، چې په دغه رای اچونه کې ښاغلي ټرمپ لس ګوندي ملګرو یعني جمهوري غوښتونکو هم د هغه استضاح کولو ته رایه ورکړې ده.

ټرمپ په داسې حال کې د دوهم ځل لپاره استیضاح کېږي، چې د واکمنې یې یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

تر دې وروسته به سنا جرګه هم د ټرمپ د استیضاح په اړه رای اچونه وکړې او که چېرې سنا هم د استازو جرګې پرېړه تایید کړي، نو ټرمپ به د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډون کولو محروم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي