۰
د ولسمشر دویم مرستیال:

سولې ته د رسېدو لپاره موقت حکومت رامنځ ته کېدو ته اړتیا نشته

چهارشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۱
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته هېڅ اړتیا نشته ده.
سولې ته د رسېدو لپاره موقت حکومت رامنځ ته کېدو ته اړتیا نشته
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته هېڅ اړتیا نشته ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن چهارشنبې کابل کې د وګړو اساسي حقوق او تل‌پاتې سولې ترعنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي دانش و ویل، چې سولې ته د رسېدو لپاره موقت حکومت ته اړتیا نشته او د موقت حکومت رامنځ ته کېدل په اصل کې د نظام د پاشل کېدو په مانا دی.

د ولسمشر دویم مرستیال په ټينګار سره و ویل، افغانستان په داسې یوه مرحلکه کې نه دی، چې سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالی حکومت جوړ کړي.

هغه و ویل«نه کومه کودتا یا هم انقلاب شوی نه د افغانستان اوسنی حکومت د کومې جګړې یا بلې ستونزې له کبله پاشل شوی دی، نه د افغانستان اساسي قانون لغوه شوی دی او نه موږ اوس‌مهال له یوه نظام څخه بل نظام ته د تلو په حال کې یوو.»

ښاغلي دانش همدا ډول په کور دننه له سیاسیونو او هغو کسانو چې د سياسي رقابت پر بنسټ، د موقت حکومت جوړېدل سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بولي وغوښتل چې د ملي ګټو، اساسي قانون او تېرو شل کلنو لاس‌ته راوړنو لپاره، د جمهوریت جبهې په خوا کې ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر هغو سیاسیونو چې کابل ته یې د زلمي خلیلزاد د سفر پر مهال له هغه سره لیدلي رسنیو ته ویلي، خلیلزاد د سولې خبرو د بریا لپاره د موقت حکومت په ګډون درې طرحې وړاندې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي