۰

ننګرهار کې د داعش یو مرستیال ولسوال نیول شوی دی

چهارشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
ملي امنیت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د مومنددرې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مرستیال ولسوال نیولی دی.
ننګرهار کې د داعش یو مرستیال ولسوال نیول شوی دی
ملي امنیت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د مومنددرې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مرستیال ولسوال نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د داعش مرستیال ولسوال شهزاده نومېږي او د مومند درې ولسوالۍ په باسول سیمه کې نیول شوی دی.

د ملي امنیت صفر دوه قطعې نن چهارشنبې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د مونددرې لپاره د داعش مرستیال ولسوال شهزاده له یوه بل شکمن کس سره تېره شپه د عملیاتو پر مهال ونیول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له نیول شویو کسانو یوه تومانچه، دوه لاسي بمونه او ځینې نور تجهیزات هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې شهزاده نومي کس په تېر کې د داعش ډلې لپاره لوژیستیک مشر پاتې شوی او هم یې د داعش شبکې غړو سره افغانستان او پاکستان ته په تګ راتګ کې مالې مرسته کوله.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ماښام د جلال آباد ښار د ۷ ناحیې اړوند باګرامیو ساحه کې په یوه کور عملیات کړي چې د داعش ډلې درې غړي یې په کې وژلي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه کور کې درې داعش وسله وال و چې درې واړه د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي