ننګرهار: د افغان ځواکونو چاپه کې درې داعیشان وژل شوي

24 جدی 1399 ساعت 8:58

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت مرکز کې پر یوه کور چاپه وهلې او درې داعشیان یې په کې وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت مرکز کې پر یوه کور چاپه وهلې او درې داعشیان یې په کې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو پرون سه شنبې ماښام د جلال آباد ښار د اومې ناحیې اړوند باګرامیو سیمه کې په یوه کور چاپه وهلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، دغه کور کې درې داعشیان د وسلو او مهماتو سره ځای پر ځای و، چې افغان ځواکونو پرې چاپه و وهله.

د هغه په وینا په عملیاتو کې درې واړه داعشیان وژل شوي او یو زیات شمېر مهمات او وسلې یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د امریکا د سفیر او لوړ پوړو افغان چارواکو د ترور طراح ملي امنیت ځواکونو نیولی وو.

ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عبدالواحد په نوم نیول شوی داعشي د یادې ډلې د هدفي وژنو مهم غړی او طراح و، چې درې تنه نور هم ورسره نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د داعش ډلې د هدفي وژنو غړي او طراح عبدالواحد پلان درلود، چې د خپلوو نورو ملګرو په همکارۍ کابل کې د امریکا سفیر او لوړپوړي افغان چارواکي په نښه او ترور کړي.

خبرپانه وايي، د دغه کس په نیول کېدو سره د هغه ترهګریز اهداف شنډ او یو برېټا تفګنچه، یو میل کلاشنکوف او یو چره ییز ټوپک د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه یووړل شول.

په ورته وخت ملي امنیت وايي، د دغه داعشي د کورنۍ دوه تنه نور هم د یادې ډلې د رهبرۍ غړي و، چې په تېر کې په یوه هوايي برید کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 


د مطلب کود: 135394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com