۰

اتمر د امریکا سفارت له شارژدا فیر سره پر سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي.
اتمر د امریکا سفارت له شارژدا فیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ویلسن لیدنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه شوې، چې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو لورو د سولې په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی ټینګار وکړ، چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پراختیا او پیاوړتیا کار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر دایمي سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانستان له قانوني حکومت سره وي.

ښاغلي اتمر ټينګار کړي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله چې لاس ته راوړنې وساتي او د دایمي ثبات سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي