د برېتانیا پارلمان:

له افغانستانه د سرتېرو ایستل د مذاکراتو تر پایلې وځنډول شي

24 جدی 1399 ساعت 8:23

د برېتانیا پارلمان، له خپل حکومت او ناټو غوښتي، چې قطر کې د افغان سولې د مذاکراتو تر پایلې پورې دې خپل سرتېري په افغانستان کې وساتي.


د برېتانیا پارلمان، له خپل حکومت او ناټو غوښتي، چې قطر کې د افغان سولې د مذاکراتو تر پایلې پورې دې خپل سرتېري په افغانستان کې وساتي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد پارلمان ټینګار کړي، چې ناټو برېتانیا دې تر هغې خپل سرتېري له دې هېواده نه باسي، تر چې په دوحه کې د افغان سولې د مذاکراتو پایلې معلومې شوې نه وي.

د برېتانیا د پارلمان پر وېبپاڼه په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، دوی د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره ارزولې ده او د افغانستان اوسنی وضعیت یې کتلی دی.

دغه راپور کې زیاته شوې، دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو دا چې په افغانستان کې مېشت وسله وال نړیوالو ته ګواښونه جوړولی شي نو ځکه د دې اړتیا ده چې د مذاکراتو تر پایلو پورې برېتانیا او ناټو د خپلو سرتېرو ایستل ودروي.

د برېتانیا پارلمان همدا راز ویلي، ناټو دې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه وڅاري او پر وړاندې یې دې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د برېتانیا دا غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې د راپورونو له مخې ټاکل شوې تر راتلونکو دوه ورځو پورې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی شي.

که څه هم د امریکا کانګرېس له افغانستانه د سرتېرو له ایستلو سره مخالفت ښودلی او د ټرمپ دغه کار یې غیر قانوني بللی خو د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وړمه ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستانه د سرتېرو ایستل به ادامه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com