کابل او تاشکند غواړي خپلو کې امنیتي اړیکې لا پرخه کړي او د همدې هدف لپاره د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو مرستیال رییس کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو د رییس له مرستیال فرخ مختاروف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبره پانه کې د ازبکستان د دغه لوړي پوړي امنیتي مسوول له قوله ویلي، چې افغانستان ته یې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا او امنیتي همکاریو ډېرښت دی.
ښاغلي فرخ مختاروف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا د دې سبب کېږي چې په سیمه کې امنیت تامین شي او د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې ازبکستان د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې افغان حکومت هم ویلي وو چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ به د امنیتي همکاریو توافقات رامنځته کېږي او هڅه کېږي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل