۰
د ملي امنیت شورا سلاکار طالب جنګیالیو ته!

یوه استخباراتي اداره مو کاروي، د خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قرباني کوی

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۶
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب پر طالب جنګیالیو غږ کړی، چې د پردۍ استخباراتي ادارې د ګټو او خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قربانیوۍ.
یوه استخباراتي اداره مو کاروي، د خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قرباني کوی
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب پر طالب جنګیالیو غږ کړی، چې د پردۍ استخباراتي ادارې د ګټو او خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قربانیوۍ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه ننګرهار ته سفر پر مهال هلته افغان پوځ ته د وینا پر مهال کړې دي.

ښاغلي محب یوه استخباراتي اداره طالب جنیګالي د خپل هدف تر لاسه کولو او ګټو لپاره استعمالوي، خو د دغه استخباراتي ډلې نوم یې یاد نه کړ.

هغه و ویل«پیغام مې هغه جنګیالیو ته چې د طالبانو په استازیتوب جنګیږي دادی، هغه چاته چې تاسو جنګیږي هغوی په ارامه فضا کې په کوټه، کراچۍ کې، په اسلام اباد په پېښور کې اوسیږي...تاسو د هغوی لپاره د هغوی د قدرت رسېدلو لپاره خپل ځانونه مه قرباني کوۍ.»

د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، هغه طالب جنګیالي، چې د ملي شتمنیو له ورانولو لاس واخلي، سوله وکړي، حکومت چمتو دی، چې غږ یې واوري.

ښاغلي محب ټینګار وکړ، چې یوه استخباراتي اداره خپل هدف ته د رسېدو لپاره طالب جنګیالي استعمالوي او په هغوی باندې خپل کور ورانوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرو دویم پړاو پیل شوې دی.

د یادونې ده، چې د دویم پړاو خبرو له پیل سره سم په ځینو ولایتونو کې جګړې، مقناطسي ماین چاودنو او هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

همدا نن بلخ کې ښځینه پوځیانو په لېږدونکي موټر په برید کې دوه پوځیانې وژل شوې او درې نور ټپیان دي او دغه راز په غزني کې د کابل بانک یو کارکوونکی د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

خو تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي