د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، وسله والو طالبانو په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپار په خپله یوه ژمنه هم عمل نه دی کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې پرون دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه کابل کې د جنوبي کوریا له نیوي سفیر سره لیدنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغان حکومت د سولې په برخه کې د ښه نیت ښودلو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي، خو طالبانو پر خپله یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی.
د هغه په وینا د طالبانو او نورو ترهګرو ډولو ترمنځ لا هم نېغې اړیکې شته دي او طالبانو دغه راز په افغانستان کې تاوتریخوالي او د خلکو وژنو ته همداسې دوام ورکړی دی.
په ورته وخت د دانش مطبوعاتي دفتر د جنوبي کوریا د سفیر چویتای هو، له قوله لیکلي چې هېواد یې د افغانستان له سیاسي نظام او د کابو دوو لسیزو له لاسته رواړونو څخه ملاتړ کوي.
کابل کې د جنوبي کوریا سفیر له طالبانو څخه غوښتي چې د سولې بهیر د بریا لپاره باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.
د ولسمشر دوهم مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې شنبې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې دي.
دواړو لورو د شنبې په غونډه کې د اجنډا په ترتیب او توحید خبرې کړې، چې په وینا یې په ښه فضا کې تر سره شوې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل