۰

ولسمشرنیمروز کې د ملکي وګړو پر وژنه سخته خواشني ښودلې

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۷
ولسمشر محمد اشرف غني نیمروز ولایت کې د هوایي برید پر مهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله سخته خواشني ښودلې ده.
ولسمشرنیمروز کې د ملکي وګړو پر وژنه سخته خواشني ښودلې
ولسمشر محمد اشرف غني نیمروز ولایت کې د هوایي برید پر مهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله سخته خواشني ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني افغان چارواکو ته د پېښې د پوره پلټنې او دغه راز سیمه ییزه چارواکو ته زیانمنو شویو کورنیو ته د رسیدګۍ امر کړی دی.

ولسمشر غني د ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه ستایلې خو وايي، افغان ځواکونه باید د عملیاتو پر مهال د ملګي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او مخینوی ترې وکړي.

ښاغلي غني پر وسله والو طالبانو هم نیوکه کړې هغوی یې ګرم بللي، چې په وینا یې د ملکیانو په سپر ګرځولو سره د هغوی ژوند ته لوی ګواښ پېښوي.

د یادونې ده، چې دوه شپې وړاندې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا هوايي برید وشو.

د نیمروز د ولایتي شورا مشر باز محمد ناصر ویلي و، برید یوه کور ته نېږدې د طالبانو په غونډه شوی، خو په کې وژل شوي ۱۳ ملکي وګړي دي او دوه نور ټپیان شوي.

خو دفاع وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې و ویل، چې په دغه هوايي برید کې د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
اروپايي ټولنې په دې بریدونو خواشیني ښودلې وايي، افغان چارواکي باید په هر اړخیزه توګه وپلټي او عدالت تامین کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي