پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د امر طوفان په نوم هغه کس نیولی، چې د وسله والو غلو د یوې ډلې مشري یې کوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امر طوفاع د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې له یو شمېر وسلو سره نیول شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د غلو دغه مشر د پولیسو په یو لړ هدفي عملیاتو کې نیول شوی دی.
د هغه په وینا امر طوفان د وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او باج اخیستنو په تور د پولیسو تر تعقیب لاندې و، چې ونیول شو.
د غلو دغه مشر پر داسې مهال نیول کېږي، چې پرون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبر ورکړ، چې د غلو او جنایت کارانو نوملړ به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.
د ښاغلي صالح په وینا په دې وروستیو کې چې امنیتي ځواکونو د غلو او جنایت کارانو ضد کوم عملیات پیل کړي، ورسره سم په ښار کې د جنايي پېښو ګراف د پام ټيټ شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل