۰

میدان وردګو کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

دوشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې د یوه موټر بم برید مخه نیولي ده.
میدان وردګو کې د موټر بم برید مخه نیول شوې
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې د یوه موټر بم برید مخه نیولي ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موتر بم پرون مازیګر د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ بادام سیمه کې کشف او له منځه وړل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، ترهګرو طالبانو غوښتل یاد موټر ته د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د بادم په سیمه کې د افغان هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شو.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دغه موټر بم په لمنځه وړلو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي