۰

کریم خلیلي هم پاکستان ته ځي

دوشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
کریم خلیلي هم پاکستان ته ځي
ټاکل شوې سیمې ته د افغان سولې په تړاو د سیاسیون د سفر په دوام د سولې عالي شورا پخوانی مشر محمد کریم خلیلي هم په یوه سفر پاکستان ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورکړی او ویلي یې دي، چې خلیلي به ډېر ژر پاکستان ته ورشي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلي به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړي.

خلیلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې پاکستان د ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو نورو سیاسیونو ته هم دغه هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې وه، چې په کور د ننه له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي