۰

ولسمشر غني د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې کتلي دي.
ولسمشر غني د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي مرادوف لیدنه پرون شنبې د مرغومي ۲۰ مه مازیګر مهال شوې ده او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان د ورورۍ او دوستانه اړیکو په تېرو څو کلونو کې دسوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات پرمختګونه کړي دي.

په ورته وخت ښاغلي مرادوف د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې ویلي یې دي، د دوی حکومت د دغو مناسباتو د زیاتولو غوښتونکی دی او د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان حکومت د لیدلوري او اجنډا ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، ترکمنستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د جمهوررئیس غني د هڅو ملاتړ کوي.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر مهمو اقتصادي پروژو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي،، ټاکل شوې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د سترو پروژو د پرانیستې شاهد اوسو، ځکه د ټاپې پایپ لاین د جوړولو کار د ترکمنستان په خاوره کې پایته رسېدلی او د افغانستان په خاوره کې د یاد پایپ لاین د کار د تمیدېدو په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي غني د ټاپې، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلې پروژو د تطبیق په خاطر له افغانستان څخه د ترکمنستان د هڅو او ملاتړ مننه وکړه.

نوموړي ویلي«زموږ تمرکز دا دی چې له ترکمنستان زیاته برېښنا وارده کړو، د برېښنا واردات او د سترو اقتصادي پروژو بشپړول د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.»

ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مناسباتو د پراختیا په اړه خبرې وکړې وې ویل، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات په معنی ده.

ده زیاته کړې، افغان حکومت غواړي په نوي میلادي کال کې له ترکمنستان سره اړیکې لا زیاتې پراخې شي او وکولای شو د ټاپې، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ د پروژو په شمول سترې پروژې بشپړې کړو.

هغه ویلي، ترکمنستان د نېک ګاونډي په توګه له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره بې طرفه او نېک سیاست لري او دا د دوه ګاونډیو ترمنځ د اړیکو ښه بېلګه ده. موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د نېکو او دوستانه اړیکو غوښتونکي یوو او هیڅکله نه غواړو د سیمه ییز تاوتریخوالي برخه اوسو.

جمهوررئیس وویل« نن د ترکمنستان علما د نړۍ د نورو علماو په څېر په افغانستان کې تاوتریخوالی غندي.»

په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د افغان ځوانانو د تحصیلاتو په اړه هم خبرې وشوې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې په خاطر خپل چمتووالی څرګند کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي