۰

ولسمشر ته د ځینو سیاسي څېرو ګډ لیک: ساتونکي مو مه کموه

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۲
ځینې سیاسي او جهادي څېرو ولسمشر غني ته په یوه ګډ لیک کې پر حکومت نیوکه کړې، چې ولې یې د دوی ساتونکي کم کړي دي.
ولسمشر ته د ځینو سیاسي څېرو ګډ لیک: ساتونکي مو مه کموه
ځینې سیاسي او جهادي څېرو ولسمشر غني ته په یوه ګډ لیک کې پر حکومت نیوکه کړې، چې ولې یې د دوی ساتونکي کم کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیک چې د ملي امنیت شورا ته هم رسېدلی د مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني، کریم خلیلي، صلاح‌الدین رباني، محمد محقق، احمد ضیا مسعود، سید حامد ګېلاني او ذبیح‌الله مجددي له‌خوا لیکل شوی دی.

په لیک کې ګلبدین حکمتیار او استاد سیاف نومونه هم لیکل شوي، خو دې کسانو له خپلو نومونو سره لاسلیکونه نه ‌دي کړي.

دغه لید کې دوی پر حکومت نیوکه کړې، چې په لوی لاس او د دوی په ټکو د یوه (نا معقوله او تبعیضي) چلند له مخې یې د دوی ساتونکي یا باډي ګاردان کم کړي دي.

دوی ویلي، د ساتونکو کمښت هغه مهال ورته د منلو وړ دی چې دوی ته ګواښ نه‌ وي پېښ او د هېواد عمومي وضعیت د ډاډ وړ وي.

په لیک کې ویل شوي چې د ساتونکو کمښت ترهګرو ډلو ته د بریدونو موقع ورکوي او دغو څېرو حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر دوی د هر ډول برید مسؤلیت به ور له غاړې وي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دوی د وتلو څېرو فزیکي امنیت ته ډاډمن تدابیر نیولي او که چېرته کوم څوک غواړي ساتونکي زیات کړي، نو په خپل شخصي لګښت یې د زیات کړي.

د یادونې ده، چې د دغه سیاسي او جهادي څېرو د امنیت د تامین په خاطر د کال څلور میلیارده افغانۍ لګښت راتله، چې اوس دغه کچه ۱.۲ میلیارد افغانۍ ته راټيټه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي