۰
مذاکراتي ټیمونه:

د اجنډا پر توحید مو په ښه فضا کې خبرې اترې وکړې

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
د سولې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیل سره د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په لومړي ځل رسمي خبرې پیل کړې دي.
د اجنډا پر توحید مو په ښه فضا کې خبرې اترې وکړې
د سولې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیل سره د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په لومړي ځل رسمي خبرې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه لوري پرون شنبې د مرغومي ۲۰ مه ماښام مهال سره کښناستلي او د چهارشنبې ورځې د پرېکړې سره سم پر مخ تللي دي.

دواړه ټیمونه تاییدوي، چې خبرې په خورا ښه فضا کې شوې او په کې د اجنډا پر ترتیب او توحید خبرې وشوې.

دوی د پروني ناستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټينګار یې کړی، چې ناستې به دوام ولري او پر مهمو موضوعاتو به خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم ویلي، چې دواړو لورو پرون په ښه فضا کې د اجنډا پر توحید او ترتیب خبرې کړې او د طالبانو ویاند ډاکتر نعیم وردګ هم همدا خبره تایید کړې ویلي، یې دي، چې خبرې دوام ولري.

د یادونې ده، چې د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو تر منځ دویم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې مرغومي ۱۷ په مقدماتي ناستې پیل شوې.

دواړه لوري وايي، چې په دا پړاو مذاکراتو کې به پر مهمو موضوعاتو خورا پېچلي او سخت بحثونه ولري.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې د دواړو لورو متفقه اجنډا به لومړی کومه موضوع وی، خو تر دې وړاندې د دولت لوري ویلي، د اجندا لومړی موضوع به یې اوربند وي، خو طالبانو ویلي د دوی لومړی موضوع به د نظام څرنګوالی، د زندانیانو خلاصون او له تور لېست نه د طالب مشرانو ایستل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي