د سولې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پیل شو

20 جدی 1399 ساعت 13:01

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا تایید کړه، چې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو دویم پړاو پیل شو.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا تایید کړه، چې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو دویم پړاو پیل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده شورا وايي، د دواړو لورو تر منځ خبرې نن شنبې د مرغومي ۲۰ مه پیل شوې او په کې اساسي بحثونه روان دي.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، نن سهار په دوحه کې د افغان مذکراتي پلاوي له طالبانو سره اساسي بحثونه پیل کړي دي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې د بحث اصلي او لومړی موضوع څه ده.

دا خبرې پر داسې مهال پیلېږي، چې افغان مرکچي پلاوي ویلي و، د دوی لومړیتوب به خبرو کې اوربند وي، خو طالب غړو ویلي د راتلونکي نظام څرنګوالی، د زندانیانو خلاصون او له تور لېست نه د طالب مشرانو ایستل به یې د اجنډا لومړیتوب وي.

طالبان د راتلونکي نظام څرنګوالي او د واک لېږد د بحث لومړی اجنډا پر داسې مهال وايي، چې افغان ولسمشر اشرف غني په تازه مرکه کې ویلي، د ټاکنو پرته به واک بل چا ته انتقال نه کړي.

ښاغلي غني له سي اېن اېن سره په تازه مرکه کې ویلي، مبثته سوله غواړي او د خلکو د ارادې په اساس به د ټاکنو له لارې واک منتخب ځای ناستې ته وسپاري او  ټینګار یې کړي، چې له ټاکنو پرته به واک بل چا ته انتقال نه کړي.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي، ځکه افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او نه هم د طالبانو پخوانی تګلاره مني.

ښاغلي غني له طالبانو سره د دویم پړاو مذاکراتو هر کلی  کړی تمه یې ښودلې، چې د یادو مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د ښاغلي غني په وینا افغانان مثبته سوله چې ټول وکولی شي په کې په ګډه خپل اختلافات حل کړي او کار وکړي غواړي.

هغه ویلي«افغانان شاتګ نه غواړي او موږ داسې یوه ټولنه نه یو چې د طالبانو پخوانۍ تګ لاره ومنو، موږ مثبته سوله غواړو چې په ګډه خپل ستونزې هوارې کړي.»

نوموړي په ننګرهار کې هم د یوې غونډې پر مهال ویلي و، د سولې خبرو کې یوازینی شرط دا دی، چې راتلونکی زعامت باید د ولس د ارادې پر اساس د ټاکنو له لارې وټاکل شي، نه د زور او ټوپک له لارې.

ولسمشر غني ټینګار کړی و، چې طالبان دې راشي په ولس کې دې ځای ونیسي او که چېرته ولس پر دوی لاس کېښود نو دی حاضر دی، چې ویې مني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com