۰

کندهار:د شپږو بهرنیانو په ګډون ۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د شپږو بهرنیانو په ګډون ۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار:د شپږو بهرنیانو په ګډون ۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د شپږو بهرنیانو په ګډون ۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات د کندهار په پنجوايي او تخته پل ولسوالیو کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې تر سره شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي، طالبانو په تخته پل کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان هوايي ځواک له برید سره مخ شول.
دی وايي، په دغه هوايي بریدونو کې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت د کندهار د ملي امنیت صفر ۳ قطې هم د عملیاتو او په کې د ۷۰ طالبانو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دي.

د سرچینې په وینا وژل شویو طالبانو کې درې پاکستانیان او درې چیچنایان هم شامل دي.

خو طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي