۰

اتمر د هند، اندونیزیا او ناروې له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر سوله خبرې کړې

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند، اندونیزیا او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
اتمر د هند، اندونیزیا او ناروې له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر سوله خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند، اندونیزیا او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې پرون شوې او ښاغلي اتمر ویلي، چې د سولې لپاره د اسلامي نړۍ رول او ملاتړ تر ټولو مهم دی.

 اندونیزیا، ناروې، استرالیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو هرکلی کړی دی.

په دغه خبرو کې ښاغلي اتمر، د هند د بهرنیو وزیر جي شنکر، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مېنټو مرسودي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایني ماري اریکسن د افغان سولې لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په جلب ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی په خپلو خبرو کې ټینګارو کړ، چې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په جلب سره به یو جامع اوربند ټینګ او په نتیجه کې یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د تلپاتې سولې هوکړه وشي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تېره شپه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او کابل کې د امریکا د سفارت له سرپرست سره هم پر سوله خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر له بهرنیو چارواکو سره دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن شنبې د مرغومي ۲۰ مه د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ دویم پړاو خبرې پیل شي.

افغان لوري ویلي، د دوی د اجندآ لومړیتوب اوربند دی، خو طالبانو ویلي، د دوی لومړیتوب د نظام څرنګوالی، د بندیانو خلاصون او له تور لېست نه د طالب مشرانو وتل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي