۰

میتي کوندسین په افغانستان کې یوناما د مشري په توګه ټاکل شوې

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګویترش ډنمارکۍ میتي کوندسین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د نوې مشرې په توګه ټاکلې ده.
میتي کوندسین په افغانستان کې یوناما د مشري په توګه ټاکل شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګویترش ډنمارکۍ میتي کوندسین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د نوې مشرې په توګه ټاکلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګویترېش پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه اعلان کړي، چې مېرمن کوندسین د یوناما د اوسنۍ استرالیايي مشرې انګرید هایدن پر ځای په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازې او د مرستندوی ماموریت مشره ټاکل کېږي.

اغلې کوندسین د دیپلوماسۍ، نړیوالو همکاریو او اقتصادي پراختیا په برخو کې ۲۸ کاله تجربه لري او د دې وروستی ماموریت په افغانستان کې د ډنمارک د سفیر په توګه دنده وه.

دې د ډنمارک په باندنیو چارو وزارت کې د ګڼو دندو ترڅنګ په کینیا، اریتیریا او سومالیا کې د (۲۰۱۵-۲۰۲۰) کلونو ترمنځ د سفیرې په توګه، په یونان کې په (۲۰۱۲-۲۰۱۵)، په قبرس کې په (۲۰۱۴-۲۰۱۵) کلونو او په ایتوپیا کې په (۲۰۰۴-۲۰۰۷) کلونو کې د سفیرې په توګه کار کړی.

مېرمن کوندسین دغه راز د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په ایتوپیا کې د ملګروملتو د استازې په توګه دنده لرله.

دې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت د افریقايي چارو د ريیسې او د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کینیا په نایریوبي کې د ملګروملتو د دایمي استازې په توګه کار کړی دی.

دې د سیاسي علومو (پولیټکیل ساینس) په برخه کې د ډنمارک له ارهوس پوهنتونه ماستري اخیستې او د مدرنې یوناني ژبې دیپلوم لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي