۰

بغلان کې ماین چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوه پولیس په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بغلان کې ماین چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوه پولیس په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه د بغلان مرکز پلخمري ښار په یوه له ګڼې ګوټې ډکه سیمه کې رامنځ ته شوې.

چارواکي وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې په کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، یو پولیس او څلور ملکیان ټپیان دي.

د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت د دې خبر د پخلي تر څنګ زیاتوي، چې چاودنه کې دوکاندارانو ته هم زیات مالي زیانونه اوښتي او کابو ۲۰ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي په ټپیانو کې د بغلان د مدني ټولنې د شبکې رییس محمد عثمان شېرزی هم شامل دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي