۰

د هران د غوریان سرپرست امنیه قوماندان وژل شوی دی

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د هران د غوریان سرپرست امنیه قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د پولیسو ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، د غوریان ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نقیب الله سلطان زوی وړمه شپه په همدې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د ده په وینا امنیه قوماندان سره یو ځای په دې نښته کې درې نور پولیس هم وژل شوي او دغه راز پنځه طالبان هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

خو په ورته وخت ځینې امنیتي سرچینې وايي، په دې نښته کې د امنیه قوماندان په ګډون شپږ پولیس وژل شوي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي