۰
  امرالله صالح:

د طالب جګړه د دین لپاره نه د قدرت لپاره ده، د نورو د ګټو لپاره خپل خلک وژني

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو روانه جګړه د دین لپاره نه، د قدرت لپاره ده او دغه ډله د پردیو د ګټو لپاره خپل خلک وژني او خاوره ورانوي.
د طالب جګړه د دین لپاره نه د قدرت لپاره ده، د نورو د ګټو لپاره خپل خلک وژني
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو روانه جګړه د دین لپاره نه، د قدرت لپاره ده او دغه ډله د پردیو د ګټو لپاره خپل خلک وژني او خاوره ورانوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح چې نن پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه یې له ولسمشر غني سره ننګرهار ته سفر کړی و، دغه څرګندونې هلته په یوه ولسي غونده کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې افغان دولت او ولس سولې ته ژمن دی، خو هغه سولې ته چې باعزته وي او په ټولنیزو حقونو، اصولو او قوانینو ولاړه وي.

ښاغلي صالح ولس ته ډاډ ورکړ، چې په سوله کې به د شهیدانو پر وینو، جمهوریت، بیرغ، ملي ارزښتونو او د ټولو د وګړو په ځانګړي ډول د ښځو پر حقوقو هېڅ ډول معامله ونه شي.

نوموړي دا هم و ویل، چې د سولې پروسه د طالبانو له خوا اوږده شوې او اوس هم دغه ډله هڅه کوي، چې د خپلو اهدافو لپاره د سولې پروسه اوږده کړي.

ده و ویل«موږ د سولې پروسه کې د ښځو چې د ټولنې نیمايي برخه ده، حقوق غواړو، طالبان یې نه مني، موږ درې رنګه بیرغ، چې په هېڅ شخص، قوم، ګوند او سمت پورې تړلی نه دی غواړو، طالب یې نه مني، موږ جمهوري نظام غواړو طالب یې نه مني، موږ پرمختللی افغانستان غواړو، طالبان دا نوی واقعیت نه مني، موږ اوربند غواړو او دوی تر وېره لري نه یې مني، بلا نورې خبرې هم دي، نو ځکه وایم، چې د سولې د اوږدېدو لامل موږ نه طالبان دي.»

ښاغلي صالح د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې افغان دولت او ولس داسې سوله غواړي، چې مشرتابه د خلکو د ارادې پر اساس د ټاکنو له لارې وټاکل شي، خو په وینا یې طالبان له دې وېره لري، ځکه دوی له ټوپک او وژنې پرته بل څه نه پېژني.

د ولسمشر لومړي مرستیال و ویل«زعامت باید د ټاکنو له لارې وټاکل شي، نه د کودتا، ټوپک او دسیسې له لارې، په سوله کې زموږ یوازیني شرط هم همدا دی، چې ټاکنې باید یو بنسټ وي، هر څوک چې قدرت ته ورسېدل، موږ مبارکي ورته وایو، خو طالبان ترې وېره لري، ځکه دوی، له ټوپک او وژنې.»

نوموړي دا هم زیاته کړه، چې طالبان ځکه له سیاست څخه وېره لري، چې که چېرې ټولنې ته راشي نو په ولس کې به ځای ونه لري، ځکه د دې ټولو وژنو او خرابیو مسوول همدوی دي.

هغه د طالبانو ملاتړو ته په اشارې زیاته کړه، چې د طالبانو ملاتړي ځکه د دغه ډلې ملاتړ کوي، چې هغوی په افغانستان کې قوي نظام، اقتصادي او پر خپلو پښو ولاړ پرمختللی او داسې افغانستان نه غواړي، چې یو قومي پوځ ولري.

ښاغلي صالح د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې د طالب جګړه د دین لپاره نه بلکې د قدرت لپاره ده، ځکه په وینا یې که د دیني لپاره وای، نو د افغان مذاکراتي پلاوی سره به یې د دین پر بنسټ بحث کړی و، نه د امریکا سره د تړون پر اساس.

امرالله صالح و ویل«د طالب جنګ هېڅ دیني مبنا نه لري، طالب د دې توان نه لري، چې زموږ له پلاوی سره دیني جر بحث وکړي، ځکه زموږ پلاوی ترې پوښتنه کوي، چې ستا هدف له اسلامي نظام څخه څه دی، دوی یې نه شي تعریفولی، نو ځکه ځان ترې باسي، موږ د شریعت پر اساس خبرې غواړو، خو دوی یې نه مني او د امریکا سره تړون رامخ ته کوي، د دوی اساسي موضوع د قدرت لپاره ده، نه د دین لپاره، دا یوه مزدور ډله ده چې د نورو د ګټو لپاره خپل خلک وژني او خاوره ورانوي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې و ویل، سره له دې، چې طالبانو په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان ته دوه میلیارد ډالر زیان اړولی دی، خو بیا هم د یوې داسې ورځې په هیله چې افغانستان ته واقعي او باعزته سوله راشي.

د هغه په وینا د سولې خبرې اوس حساس پړاو ته داخلې شوې او دا پروسه د یوې یا دوه ورځو کار نه دی، بلکې اوږده پروسه ده، خو هیله ده، چې پر بنسټ یې باعزته سوله وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي