اروزګان کې د یوه موټر بم برید مخه نیول شوې ده

18 جدی 1399 ساعت 11:57

ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې یې هغه موتر بم له منځه وړی، چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي.


ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې یې هغه موتر بم له منځه وړی، چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید نن سهار وختي شاوخوا ۳:۰۰ شنډ کړی شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ترهګرو غوښتل دغه موټر بم ته د مرکز ترینکوټ په صوفیان پوسته چاودنه ورکړې، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د افغان پوځ له خوا تر پېژندل کېدو وروسته له منځه وړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135214

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135214/

جمهور
  https://www.jomhornews.com