۰

۲۰۲۰ کې کابو ۸۶۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۲
د کډوالو نړیوالې اداره یا IOM وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې کابو ۸۶۰ زره بې اسنادو افغان ګډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
۲۰۲۰ کې کابو ۸۶۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي
د کډوالو نړیوالې اداره یا IOM وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې کابو ۸۶۰ زره بې اسنادو افغان ګډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کې څه باندې ۸۰۵زره بې‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و.

یاده اداره وايي، یوازې په تیرو دوو اونیو کې ۱۶زره او ۳۵۷ افغان مهاجر په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او څه باندې ۱۱زره نور شړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ایران کې د کروناویروس د دویمې څپې د محدودیتونو له امله د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راغلی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې اټکل کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې له ایران څخه ۶۵۴زره بې‌اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کېږي چې ټول یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې زیاته کړې، چې له ایران څخه د بې‌اسناده راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو لپاره شاوخوا ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د کډوالۍ د نړیوالې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل څخه څه باندې ۶۷۰۰ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوالې اداره وايي، هرکال د هوا په سړېدو سره له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي