کندهار کې له ۵۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي

18 جدی 1399 ساعت 10:34

 ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د ۵۰ څخه زیات وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


 ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د ۵۰ څخه زیات وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پشنبې د مرغومي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې راټول او پر امنیتي پوستو یې د برید پلان درلوده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو پر طالبانو وار ړومبی کړ او د جګړې په ترڅ کې یې ۵۳ وسله وال طالبان و وژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځای، زیات شمېر وسلې او مهمات او دغه راز څلور عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

همدارنګه دفاع وزارت وايي، د انجینرۍ ټیم هغه ۶۸ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړل، چې د طالبانو له خوا په سیمه کې ځای پر ځای کړل شوي وو.

دفاع وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې دفاع وزارت کابو هره ورځ له کندهار څخه د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرې ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com