۰

 ولسمشر غني ننګرهار ته ولاړ

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته ورسېده.
 ولسمشر غني ننګرهار ته ولاړ
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه ننګرهار ولایت ته ولاړ.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح هم ملګری دی او د سفر موخه یې د ننګرهار عمومي وضعیت جاجول شي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د ننګرهار د چارواکو تر څنګ، له قومي مخورو، دیني عالمانو، استازو او نورو خلکو سره وګوري.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې کندهار ولایت ته هم تللی و او د دغه ولایت عمومي وضعیت یې له نېږدې وارزاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي