د غزني امنیتي سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د مرغومي ۱۵مه) د غزني ښار په څنډه کې د ملي اردو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو یو نفوذي کس په یاده پوسته کې خپل ۷ ملګري لومړی مسموم کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.
دغه امنیتي سرچینې زیاته کړې، چې برید ګر هم د ملي اردو سرتېری و، چې له برید وروسته یې ټول پوځي تجهیزات طالبانو ته وروړي دي.
په ورته وخت کې غزني کې د پوځ د درېیمې لوا ویاند علي ښکاري هم د پېښې پخلی کړی خو وايي، په دغه نفوذي برید کې د اردو دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د هغه په وینا بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پوسته بېرته فعاله شوې او تازه دمه سرتېر په کې ځای پر ځای شوي دي.
طالبانو د پېښې مسوولیت اخیستی ویلي، چې دي، چې غزني کې یې په یوه پوسته د برید پر مهال د ملي اردو یو شمېر سرتېري وژلي او یو تن یې له تجهیزاتو سره د ځان سره بېولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې بورن د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم یوه نفوذي پولیس خپل اته پولیس ملګري په ډزو وژلي و.
جمهورخبري آژانس:کابل