پر کابل پوهنتون د برید له طراحانو یو تن په اعدام محکوم شو

13 جدی 1399 ساعت 8:04

د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل پوهنتون د خونړي برید له طراحانو یو تن د محکمې له خوا د مرګ په سزا محکوم شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل پوهنتون د خونړي برید له طراحانو یو تن د محکمې له خوا د مرګ په سزا محکوم شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په په ټوېټر لیکلي، په اعدام محکوم شوی کس عادل نومېږي.

نوموړي ویلي، عادل نوم پر کابل پوهنتون د خونړي برید له طراحانو څخه و، چې د یوې علني محکمې په ترڅ کې په اعدام محکوم شوی دی.

په صادر شویو احکامو کې ابتدایه محکمې ویلي، عادل پر کابل پوهنتون د ترهګر برید او انسان تښتونې له امله په اشد مجازات یعې اعدام محکوم شو.

دغه په دې علني محکمه کې دوهم تورن عبدالله د داعش د غړیتوب، ماین اېښودنې، د چاودېدونکو توکو د لېږد او انسان تښتونې په تور په ۲۵ کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

همدارنګه درېیم کس چې عبدالکبار نومېږي د ملي خیانت، داعش د غړیتوب او انسان تښتونې په تور په ۱۲ کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

څلورم کس چې خدابخش نومېږي هم د داعش د غړیتوب او انسان تښتونې په تور په ۱۲ کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

خو پنځم کس په نغدي جریمه محکوم او شپږم کس پرې د اسنادو او ثبوت نه لرلو امله بې ګناه ثابت شوی دی.

محکمه وايي، محکوم شوي کسان د استناف غوښتنه کولی شي او که چېرې تایید شي، بیا موضوع سترې محکمې ته ځي او له هغې وروسته د اعدام سزا ته د ولسمشر د لاسلیک اړتیا ده.

باید و ویل شي، چې پر کابل پوهنتون د میلادي نومبر میاشتې په دویمه ډلیز برید وشو، چې ۲۲ تنه په کې و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 134972

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com